وسله وال بريد کې د علي اباد ولسوالۍ امنيه قومندان ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲): د کندز امنيتي مسئولين وايي، چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د دغه ولايت د علي اباد ولسوالۍ امنيه قومندان جان اغا ټپي شوی دی.
د کندز امنيه قومندان عبدالحميد حميدي رسنيو ته ويلي، چې نوموړی نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ د ګلدين سيمه کې د طالبانو په کمين کيوت چې په ترڅ کې يې قومندان او د نظم عامه يو سرتیری ټپي شوی دی.
د هغه په خبره چې قومندان جان اغان اوس مهال د کندز ولايتي روغتون کې تر درمنلې لاندې دی.
په دې پېښه کې نورو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماذيګر د وسله والو طالبانو په بريد کې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال عمرجان هم ووژل شو.



