فراه: د قلعه کاه ولسوالۍ پر ودانۍ درنه جګړه روانه ده
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): فراه ولايت سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، چې وسله والو طالبانو له بېګا راهيسې د قلعه کاه ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
د سرچينې په وينا، په جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول کېږي او اوس مهال ښه په شدت سره دوام لري.
له بله پلوه وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ولسوالۍ پر ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو د بريدونو د تائيد تر څنګ ويلي، چې تر دې مهاله يې له دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې او ګڼو عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبان وايي، په جګړه کې يې په زياته اندازه وسلې او نور پوځي توکي هم نيولي دي.
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



