بغداد کوردستان ته درې ورځې وخت ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): د عراق مرکزي حکومت چارواکو کوردستان ته درې ورځې وخت ورکړی، ترڅو د يادې سيمې د هوايي ډګرونو واک وروسپاري.

د عراق لومړي وزير حيدرالعبادي ويلي، که په درې ورځو کې د ننه د هوايي ډګرونو واک ورونه سپارل شي، نو کورديان به د نړيوالو الوتنو له بنديز سره مخ شي.

دوه ورځې وړاندې د عراق کردانو د خپلواکۍ ټولپوښتنه ترسره کړه، چې دوی له عراق سره پاتې کېږي او که د خپلواک هېواد په توګه اعلان کوي. تر اوسه د ټولپوښتنې پايلې نه دي اعلان شوي خو د کردانو مشر مسعود بارزاني ويلي چې په دې نظرپوښتنه کې ډيری خلکو د هو رايه ورکړې ده، غواړي يو خپلواک هېواد شي.

تمه ده چې د دې ټولپوښتنې لومړنۍ نتیجه نن روښانه شي.

دغه راز بغداد له هېوادونو غوښتي چې د کوردستان مرکز اربیل او د هغه اړوند ولایت سلیمانیه ته الوتنې وځنډوي، همدارنګه له ګاونډيو هېوادونو يې وغوښتل که کردستان خپلې سرحدي لارې د عراق حکومت ته ونه سپاري نو ټولې پولې دې وتړي.

خو مسعود بارزاني له سيمه ييزو هېوادونو غوښتي چې د هغو ميلونونوکردانو د ټولپوښتنې درناوی دې وکړي چې د کردستان خپلواکۍ ته يې رايه ورکړې او د بغداد حکومت ته يې د الوتنو د بنديز په ځواب کې ويلي (غوسې او ګواښونو اړتيا نشته) او په خبره يې چې کردانو د صدام حسين د کيمياوي وسلو بريد ته غاړه ايښې وه، نو له هغې بريد وروسته بل يو ګواښ هم زورور نشته.

د کردانو د ټولپوښتنې په اړه د عراق په ګډون ترکيې، ايران او يوشمير اسلامي هېوادونو مخالفت ښودلی دی.

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې له کردستان سره پوله به وتړي او پرکردانو به داسې حالت راولي چې له لوږې ومري.

د يکشنبې په ورځ د ایران ملي امنيت شورا له کوردستان سره ټولې پولې وتړلې او د دغه هېواد پارلمان اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ به د بندو دروازو ترشاه د دغې ټولپوښتنې په اړه غونډه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button