دګوډاګی عسکر حیثیت

لیکوال:ابوبکر عظیمی

د موجوده ګوډاګی نظام د عسکرو حیثیت دادی چه الله.ج. دکفارو تابع او مزدوران ګرځولی دی.
او داخلک الله.ج. دومره ذلیل ګرځولی اوله خپلی درګاه څخه یی دومره لری شړلی دی چه حتی دخپلو دښمنانو چه یهودیان او عیسویان دی دهغوی درګاه ته یی درولی دی.
دګوډاګی عسکر حیثیت خو دادی چه الله.ج. د دوی پرمختګ او کامیابی دکفارو په پرمختګ اوکامیابی پوری تړلی ده کچیری یهودیان اوعیسویان الله.ج. ناکام او هلاک کړل نو ددوی ناکامی اوهلاکت ورسره لازمی ده.
همدارنګه دګوډاګی عسکر اولنی ذلت داده چه کله ټرننګ ورکول کیږی نو استاذان یی یهودیان او عیسویان وی.
دګوډاګی عسکر بل ذلت دادی چه کله له عسکری پوهنځی څخه فارغ شی نو دمسلمان پرخلاف ټوپک په لاس کی ورکول کیږی خوبیا داصلاحیت نلری چه د غیرمسلم یعنی یهودیانو او عیسویانو پر خلاف وجنګیږی اګرکه هغوی له وطن سره خیانت وکړی بی ګناه ښځی ماشومان اوعام خلک بمبار کړی او یا داسلام شعائرو ته سپکاوی وکړی.
بیادجنګ په مرحله کی ګوډاګی عسکرمخته او امریکایی عسکرشاته وی یعنی که له څه خطر سره مخامخ شول باید افغان عسکر دخطری ښکارشی او امریکایی عسکر بچ شی.
همدا راز دچاپی پرمهال هم افغان عسکرمخته او امریکایان ورپسی وی ترڅو امریکایانوته خطره نه وی او افغان عسکر دخپلو افغانانو دکورونو تلاشی او بی عزتی پخپله وکړی.
ترټولو څخه ډیر ذلالت خو داده چه کله هم افغان عسکر شاتګ وکړی نو امریکایان یی دطیارو په واسطه بمبارکړی بیایی دپوښتنی هم څوک نه وی.
تاسو یی وینۍ چه کله هم افغان عسکر زخمی شی اویامعیوب شی بیا نه دحکومت پکار ده او نه دامریکایانو او نه کومک ورسره کیږی.
بیاچه کله ګوډاګی عسکر ووژل شی څوک یی جنازه هم نکوی ځکه چه دافغانستان خلک مسلمان دی هغوی دقرانکریم دا ایت دلیل نیسی

[سُوۡرَةُ التّوبَة : 84] وَلَا تُصَلِّ عَلٰىٓ أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلَا تَقُمْ عَلٰى قَبْرِهِ.
ژباړه:او كه په راتلونكي وخت کښي له هغو څخه څوك ومري، د هغه د جنازې لمونځ هم ته هیڅكله مه كوه او مه هیڅكله د هغه پر قبر درېږه.الایه.
بیا ترټولو څخه لوی ذلت یی داده چه دګوډاګی عسکر له وژل کیدو څخه پس ددوی کونډو ته کوم معاش ورکول کیږی نو دموجوده ګوډاګی نظام مامورین دجنسی رشوت غوښتنه ورڅخه کوی.افسوس.
داخو لاپریږده چه په قبرکی به الله.ج. څه معامله ورسره کوی.
دحیرانتیاخبره داده چه ولی یو مسلمان او افغان له دومره بی عزتی او ذلالت سره سره بیاهم په امریکایی نظام کی عسکری کوی؟
خو الله.ج. چه یوڅوک بی عزته کړی نو بیادهغوی لپاره هیڅوک عزت ورکونکی نشته.
الله.ج. فرمایی.
[سُوۡرَةُ : 18] وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِن مُّكْرِمٍ.
ژباړه: او الله چي څوك ذليل او رسوا کړي، هغه ته بيا كوم عزت وركوونكى نشته،
ای افغانه: راځه پخپل حال رحم وکړه نور دیو څو پیسو په مقابل کی خپله دنیا او اخرت مه خرابوه.
که له کفارو سره جهاد نشی کولی نو کومک هم مه ورسره کوه او دمجاهدینو توره دکفارو له څټ څخه مه پورته کوه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button