مکسيکو: وسله وال بريد کې ۱۴ تنه وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۵): د راپورونو له مخې، په مکسيکو کې د نشه يي توکو قاچاقبرانو د روږدو کسانو په يوه روغتون وسله وال بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور زياتوي، دغه پېښه د مکسيکو د شيهوا ښار کې رامنځته شوې او په خبر کې راغلي چې د قاچاقبرانو ۲۵ کسيزې ډلې د روږدو کسانو په یوه مرکز وسله وال بريد وکړ، چې څوارلس تنه يې ووژل او اته تنه نور ټپيان شول.

ويل کېږي، په بريد کې وژل شوي ډيری کسان د روغتون کارکوونکي او ناروغان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button