طالبانو د کندهار معروف ولسوالۍ ونيوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۶د کندهار ولايت معروف ولسوالۍ تېره شپه له درنې جګړې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
طالبان وايي، په ياده ولسوالۍ يې لومړی د موټربم په مټ سرتيری بريد کړی او وروسته يې د ولسوالۍ په ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو جګړه پيل کړه، چې څو ساعتونه يې دوام وکړ.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د څو ساعته جګړې وروسته يې د معروف ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومندانۍ، د ملي اردو ځواکونو لواء، د استخباراتو رياست او شاوخوا ټولې امنيتي پوستې په بشپړ ډول نيولي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې (د کندهار معروف ولسوالۍ له ټولو ملحقاتو سره فتحه شوه، ګڼ عسکر وژل شوي، وسلې او مهمات نیول شوي دي).
تر اوسه ولايتي چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
خو يوې سيمه ييزې امنیتي سرچينې د طالبانو له لوري د ولسوالۍ نیول تائيد کړي او په وينا يې چې په دغه جګړه کې دولتي سرتيرو ته درنه مرګ ژوبله رسېدلې خو په اړه يې کره معلومات ورنکړل.
د جګړې وروستي جزيات به وروسته له کابل ټکی کام څخه په ليکه شي..


