۹۲،۷ سلنه کردانو خپلواکۍ ته رايه ورکړه، عراق حکومت د سيمو د نيولو لپاره پوځ لېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۶): د عراق د کوردستادان د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چې ۹۲،۷ سلنه خلکو له عراقه د کوردستان بېلېدلو ته رايه ورکړې ده.
د کوردستان د خپلواکۍ لپاره د تيرې دوشنبې په روځ ټولپوښتنه وشوه، چې د کوردستان نږدې خبري اژانس روداو ويلي، چې له (درې میلیونه پنځه اتیا زره نه سوه پنځه دېرشو) کسانو څخه(دوه میلیونه اته لکه یو شپېته زره څلور سوه یو اویا کسانو) خپلواکۍ ته رایه ور کړې ده.
د بغداد حکومت له سيمه ييزو هېوادونو او نړيوالو هوايي شرکتونو غوښتي چې د کوردستان مرکز اربيلل ته الوتنې وځنډوي.
د منځني ختیځ څو هوايي شرکتونه وايي، د عراق کوردستان ته یې الوتنې ځنډولې دي.
تېره ورځ اردن هېواد اعلان وکړ، چې د جمعې د ورځې د ماښام له ۶ بجو وروسته د اردن د شاهي هوايي چلند الوتکې خپلې الوتنې د کردستان اربيل او سليمانيه ښارونو ته ځنډوي، چې هره ورځ به يې لس پروازه اربيل او درې سليمانيه ته درلودل.
د عراق لومړی وزير وايي، چې که کورد چارواکي خبرې کول غواړي د ټولپوښتنې پايلې دې لغوه کړي او د عراق اساسي قانون په چوکاټ کې دې خبرې وکړي.
حيدر عبادي وړمه ورځ وويل، چې که درې ورځو پورې د اربيل او سليمانيه هوايي ډګرونه عراق ته ونه سپاري، نو دوی به پوځي اقدام وکړي، خو کوردستان يې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.
تېره ورځ د عراق پارلمان د دغه هېواد له لومړي وزير حیدر العبادي څخه وغوښتل چې د کُردستان، کرکوک سیمې ته پوځیان واستوي او هلته د تیلو د زیرمو کنټرول ترلاسه کړي.
پارلمان وويل، چې د کردستان سرحد بايد له بهر سره وتړل شي،د کرکوک د تيلو زيرمې او اختلافي سيمې ونيول شي.
د دغه ټولپوښتنې سره د عراق په ګډون ترکيې، ايران، سوريې او د اسلامي نړۍ ځينې ملکونو مخالفت ښودلی دی.


