کابل امريکا سفارت: امريکايان دې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۶): په کابل هوايي ډګر د وسله والو طالبانو له بريد وروسته، د امريکا د بهرنيو چازو وزارت له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
په کابل کې د امريکا سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د افغانستان امنیتي وضعيت ښه نه دی او زياته کړې يې ده چې امريکايانو ته په دغه هېواد کې ګواښ پېښېدلی شي.
په اعلاميه کې راغلي، هغه امريکايان چې په افغانستان کې دي او يا په دغه هېواد کې ژوند کوي بايد ژر ترژره ووځي.
تېره ورځ د کابل په هوايي ډګر وسله والو طالبانو توغندويي بريد وکړ، چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يې مسئوليت په غاړه واخيست او ويې ويل: (دبرید هدف دامریکا ددفاع وزیر مټيس الوتکه وه، تلفات اوښتي دي).
له هغې وروسته څلورو نورو وسله والو هم په هوايي ډګر د هاوانونو بريدونه وکړل، چې مسئوليت يې د داعش وسله والو په غاړه واخيست.
په هوايي ډګر له بريد وروسته، ناټو او افغان ځواکونو د هغوی د له منځه وړلو لپاره عمليات وکړل، چې ولسي وګړو ته پکې هم مرګ ژوبله ورسېده.
په افغانستان کې د ناټو رسنيز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پرون ورځې په عملياتو کې د دوی يو توغندي هدف خطا کړی او د يوې ښځې د وژل کېدو په ګډون يو شمير ملکيان هم نور ټپيان شوي دي.


