یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

وزیري: په ټول افغانستان کې یوازې ۹ ولسوالۍ سقوط دي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 30, 2017
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
7
ځلې شریک شوی
88
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دفاع وزارت هغه راپورنه رد کړي چې په کې ویل شوي و طالبان د افغانستان پر ۴۵٪ خاورې کنټرول لري.

دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دولتي حاکمیت ټینګ دی.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ځو ورځې وړاندې لانګ وار ژورنال ویبپاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلی و چې وسله وال طالبان د افغانستان پر ۴۵٪ ولسوالیو په پوره ډول ولکه لري او یا هم په کې له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د لانګ وار ژورنال معلومات همداراز ښيي چې طالبان ۴۱ ولسوالۍ په پوره ډول په کنټرول کې لري او په ۱۱۸ ولسوالیو کې په جګړه بوخت دي.

خو د دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري نن سهار رسنیو ته ویلي چې یوازې په هلمند، غزني، بدخشان او زابل کې یو څو ولسوالۍ سقوط دي چې ټول شمېر یې ۹ ولسوالیو ته رسېږي، نور په ټول هېواد کې دولتي حاکمیت ټینګ دی.

وزیري نن سهار ازادي راډیو ته ویلي، ”په افغانستان کې له څلور سوه ولسوالیو څخه ډېرې فعالې دي، ولسوالان او قوماندان لري او دولتي حاکمیت ټینګ دی، خو په ټوله کې مونږ ۹ ولسوالۍ سقوط لرو او نېږدې ۳۵ تر ۴۰ ولسوالیو له لوړو ګواښونو او له ۲۰ تر ۳۰ ولسوالیو له متوسط ګواښ سره مخ دي، خو که چېرې تاسې دا ۴۵ سلنه یادوئ، موږ یې کاملاً ردوو.“

بل خوا، یوه طالب مشر د نوم نه ښودو په شرط کابل ټکي کام ته وویل چې د دفاع وزارت شمېرې په بشپړ ډول ناسمې دي. نوموړی وايي، ”که په رښتیني ډول سروې وشي، د دفاع وزارت څه، چې د لانګ وار ژورنال معلومات به هم غلط شي ځکه طالبان یوازې په هلمند کې ۹ ولسوالۍ په کنټرول کې لري، د هېواد په نورو برخو کې هم حکومت د ولسوالۍ په مرکزونو کې بند دی او ټولې چارې یې طالبان پر مخ وړي.“

دفاع وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په زیاتره ولایتونو کې دولت یوازې د ولسوالۍ پر مرکزونو او پوستو واک لري او پاتې ټولې سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

اوس مهال د هېواد زیاتره ولسوالۍ د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ لاس په لاس کېږي.

د روان ۲۰۱۷ز کال په پیل کې یوناما (UNAMA) په یوه رپوټ کې ویلي و چې سږ کال د هر وخت په پرتله د طالبانو بریدونه زیات شوي دي. د یوناما په خبره طالبانو د جنوري او مارچ میاشتې تر منځ، ۵۶۸۷ بریدونه ترسره کړي چې دا له ۲۰۰۱ز کال راهیسې د بریدونو یوه بې ساري شمېره ده.

لوی ټکي: افغانستانجګړهدفاع وزارتسولهطالبان
مخکینې مطلب

شمالي کوریا ولې امریکا په ګونډو کړه؟

بل مطلب

له امریکا افغان ځواکونو ته د سپارل شویو مرمیو حساب ورک دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
افغانستان

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com