ډاکټر آصف
دا چه ولې امريکا په شمالي کوريا نظامي حمله ونکړه سياسيون او نظامي متخصصين څلور دلايل وړاندي کوي:
- د شمالي کوريا د رهبر جسارت او تر حد زياته بي باکي:
ډيلي ميل يوه انګليسي ورځپاڼه ليکي چه د ټرمپ زړورتیا د کوريا د رهبر د جسارت او بي باکۍ په پرتله بيخي لږ ده د ټرمپ لپاره به ځان وژنه وي چه د کوريا سره په جنګ کي پرویزي د دواړو ملکونو د خلکو د وينو به ويالي وبهيږي ګرچه شمالي کوريا د امريکا په نسبت کمزورې او کوچني هيواد دي خو اتومي خطر ناک ځواک دي او رهبر يي اتومي وسله سل سلنه استعمالوي.
- دوهم دليل دادي چه په سیمه کي د ځواک توازن له منځه ځي:
له څنګه چې جنوبي کوريا او جاپان د امريکا پلوي هيوادونه دي خو بل پلو ته شمالي کوريا د چين سره نژدي سياسي او سوداګریزې اړیکې لري همدا راز روسيه په هيڅ صورت کې په شمالي کوریا کې د امريکا مداخله نشي زغملای.
دا مطلب امريکايي فارن پاليسي ليکلي دي.
دريم دليل يي د روسيي او چين ملاتړ دي چه د امريکا د سياست مخالف دي:
روسیه او چین د شمالي کوريا نه په کلکه دفاع کولاي شي نو امريکا دا توان نلري چې د چين او روسيي سره په مخالفت کي په شمالي کوريا یرغل وکړي کنه نو دا به ورته ډير په لوړه بیه تمام شي، دا مطلب د ايسوشيټد پريس ليکلي دي.
څلورم دليل د جنوبي کوريا د عامو خلکو او دولت د جنګ نه پلوي ده:
ځکه دواړي کورياګانې نه غواړي چه د دريم هيواد د جنګ قرباني شي او وروستی دليل يي د فارن افيرز د ورځپاڼي وینا ده چه د امريکا هيڅ لارښود نه غواړي چه د ناګاساکي او هيروشيما د اتومي برید په شان په تاريخ کي یو ځل بیا بدنام شي.
نو شمالي کوريا ړومبنی نړیوال ځواک دی چه په خپلې ځانګړې بهرنۍ پاليسۍ او مهارت سره يې د امريکا غوندي ستر نړیوال ځواک ته فعلا چيلنج ورکړ او د ټولو بين المللي اصولو خلاف يي د شپږم ځل لپاره اتومي ازموينه هم وکړه سره له دې چې امريکا ورته په رڼو سترګو ګوري خو هیڅ ډول ممانعت يي نشي کولای.
نو ویلای شو چې د شمالي کوریا د دې بریا اساسي علت د اتوم ځواک نه بلکې د دې ملت وحدت او ټينګه اراده ده.

















