معمولي کانټينر نه دی، د قلندر ولسوالۍ مرکز دی

د خوست مرکز متون کې له ورغه کلي سره په څنګ کې د غونډۍ پر سر یو کانټينر لیدل کېږي، خو دا کانټینر د خوراکي توکیو د خرڅلاو او یا بل کوم معمولي کار لپاره نه دی ایښودل شوی؛ دا د قلندر ولسوالۍ کانټيري مرکز دی چې له همدې سیمې فعالیت کوي.

د قلندر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې له څو کلونو راهیسې یې د ولسوالۍ چارې له همدې کانټينرونو پر مخ وړل کېږي. په خپله سیمه کې د ولسوالۍ د مرکز نه شتون د قلندر اوسېدونکي له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي، دوی د ولسوالۍ اړوندو کارونو پسې له قلندر ولسوالۍ متون ته منډې راوهي.

د قلندر اوسېدونکو څو ځله له ځايي چارواکو غوښتي چې مرکز دې خپلې سیمې ته انتقال کړي خو د چارواکو ”نن به وشي، سبا به وشي“ کیسه تر کلونو واړوله.

د قلندر اوسنی ولسوال جمیل ‌شاه، چې په کانټينر کې دننه خپل کارونو سر ته رسوي، رسنیو ته ویلي چې په سیمه کې د دولت د حاکمیت، د سړک او ودانۍ د نشتوالي له امله له کانټينره ولسوالي اداره کوي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې قلندر ولسوالي سړک نلري، نو ځکه يې ولسوالي ښار ته په نږدې سیمه کې فعاله کړې ده. د دوی په خبره، نږدې راتلونکي کې به قلندر ته سړک جوړ شي او وروسته به د ولسوالۍ ملکي او پوځي ادارې ولېږدول شي.

قلندر د خوست ولایت مرکز شمال ته څلوېښت کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې په روغتیایي، ښوونیزو، مخابراتي او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

د قلندر په څېر، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ولسوالۍ د ولایتونو له مرکزه فعالیت کوي.

د غزني ولایت د ځینو ولسوالیو مرکزونه هم د امنیتي ستونزو له امله غزني ښار ته کډه شوي او له سرایونو خپل کارونه پر مخ وړي.

همداراز، سږ کال طلوع نیوز په خپل یوه راپور کې ویلي و چې د هلمند ولایت د سقوط شویو ولسوالیو ولسوالانو په مرکز کې اړولي او له دې ځايونو کارونه کوي.

د هېواد په زیاترو لیرو پرتو ولسوالیو کې دولت یوازې د ولسوالیو په مرکزونو واک لري او د ولسوالیو د اوسېدونکو ټولې ستونزې د طالبانو له لورې حل او فصل کېږي.

طالبانو هم تر خپل واک لاندې سیمو کې ټولګټو پروژو، ښوونې او روزنې، روغتیا او ګڼو نورو برخو ته پاملرنه زیاته کړې ده.

تصویرونه: سلام وطندار

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button