سوریه: تېره یوه میاشت کې درې زره کسان وژل شوي

د څار یوې ټولنې ویلي تېره سپټمبر میاشت په روان کال کې د سوریې تر ټولو خونړۍ میاشت وه.

د سوریې د بشري حقوقو د څار ټولنې چې یوازې په تېره (سپټمبر) میاشت کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې ویلي چې په سپټمبر میاشت کې د سوریې په جګړه کې د ۹۵۵ ملکي وګړو په ګډون، درې زره کسان وژل شوي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار ټولنې، چې مرکز یې په لندن کې دی او په سوریه کې د معلوماتو پراخې سرچینې لري، ویلي چې په درې زره وژل شویو کسانو کې ۹۵۵ ولسي وګړي، د داعش او هیئة التحریر الشام ډلو شاوخوا ۸ سوه غړي، نږدې اوه نیم سوه دولتي سرتېري او د نورو بېلابېلو ډلو پنځه نیم سوه جنګیالي شامل دي.

د سوریې د بشري حقوقو د څار ټولنې مشر، رامي عبدالرحمن ویلي تر ۷۰٪ زیات ملکي وګړي د سوري رژیم، روسیې او نړیوال اېتلاف په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

رامي عبدالرحمن وايي، په سپټمبر میاشت کې د وژل شویو خلکو شمېر ځکه زیات و چې د سوریې په شمال او ختیځ کې د داعش ډلې پر مرکزونو د نړیوال اېتلاف او روسیې په هوايي بریدونو کې زیاتوالی راغلی او له بلې خوا د روسیې او د سوریې دولتي ځواکونو په هغو سیمو کې چې د وسله والو تر ولکې لاندې دي بمبارۍ زیاتې کړې دي.

له تېرو دوو اونیو راهیسې، د روسیې او سوري رژیم الوتکو پر ادلب ولایت هوايي بریدونه زیات کړي دي. د ادلب ولایت زیاتره سیمې د هیئة التحریر الشام په کنټرول کې دي.

د سوریې کورنۍ جګړه، چې اوس یې اووه کاله پوره کېږي، په ۲۰۱۱ز کال کې له هغه وروسته پیل شوه کله چې د د بشارالاسد د رژیم پر ضد مظاهرې پیل شوې او حکومت د مظاهره کوونکو په وژلو او بندي کولو لاس پورې کړ.

Syrian protesters

په تېرو اوو کلونو کې، د سوریې 465,000 اوسېدونکي په جګړه کې وژل شوي، تر یو میلیون نور زیات کسان ټپیان شوي او تر ۱۲ میلیونه زیات سوري وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. د جګړې له امله د سوریې غټ ښارونه په کنډوالو بدل شوي او اوسېدونکي یې ټول له کورونو وتلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button