لاس ويګاس بريد: پنځوس تنه وژل شوي ۲۰۰ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۰): چارواکي وايي، د امريکا د نويدا ايالت د لاس ويګاس ښار په يو کنسرت کې وسله وال بريد شوی، چې تر دې دمه پکې د وژل شويو شمير پنځوس کسانو ته رسېدلی دی.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې نږدې ۲۰۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

د لاس ويګاس ښار د پوليسو يو تن مشر جوزيف لامباردو رسنيو ته ويلي، چې په دغه بريد کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي دی.

چارواکي وايي، چې پريدګر دوه تنه و يو تن يې وژل شوی او د بل د وژل کېدو او يا نيول کېدو هڅې روانې دي.

دغه بريد د دوشنبې په شپه د نوموړي ښار د هارويست د موسيقۍ په کانسرت کې وشو، د سرچينو په وينا په کنسرت کې د عامو خلکو سربيره يو شمير چارواکو هم ګډون درلود.

تر اوسه په بريد کې د وژل شويو او ټپيانو هويت نه دی په ډاګه شوی او نه هم د بريدګر هويت معلوم شوی، خو امنيتي مسئولين وايي چې نوموړی د همدې سيمې اوسېدونکی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button