د ولسي وګړو وژنه؛ د حکومت لاس ته راوړنه

سرليکنه

حکومتي چارواکي چې کله د خپل وزارت په اړه د کارکردګۍ معلومات ورکوي، په وار وار دا يادونه پکې کوي  چې دا زموږ د حکومت او وزارت لاس ته راوړنه ده. که په حکومت کې تر دوه برخو زياتې پيسې یې خپلو جېبونو ته اچولې وي، بيا هم پر ولس احسان کوي چې زيات کار یې ورته کړی دى او خپله لاس ته راوړنه ولس ته په وار وار وریادوي؛ چې بالاخره یې د کال په پای کې د سيګار په څېر ادارې په اداري فساد کې له ماموره تر وزيره ککړ ياد کړي او لاس ته راوړنې یې په ادارې فساد بدلې کړل شي.

د تېرو پېښو په څېر، يو ځل بيا په هلمند کې په خپلو ځايي پوليسو هوايي بمبار وشو او پکې تر لسو ساتونکو زيات ووژل شول. دفاع وزارت خو يوازې پېښه تاييد کړې ده او په نورو لاس ته راوړنو (وژنو) یې خوله ګڼدلې ده، خو راپورونه څرګندوي چې تر ٤٠ پورې ځايي پوليس په هوايي بمبار کې ژوبل او وژل شوي دي. له دې پيښې څخه د حکومت لاس ته راوړنې په څرګند ډول دا ښیي چې د دې پيښو په څېر نورې لاس ته راوړنې هم لري؛ خو لکه څرنګه یې چې په دې پېښه خوله  چوپ کړې، دا رنګه د نورو حال هم دى.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د تېرو څو اونيو راپدېخوا د افغان دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده. هوايي ځواکونو ترې پوره خبرتيا درلوده او هم یې په وار وار د ګرشک ولسوالۍ  د ده ادم خان پرسيمه  پروازونه کړي دي.

د هوايي ځواکونو چارواکو منلې ده چې د نړیوالو ځواکونو هوايي قواوو په نظامي عملیاتو کې هیڅ رول نه درلود او افغان هوايي ځواک اشتباهآ د ملي‌ امنیت پر سرتېرو بمبار کړی دی. خو دا څرنګه ومنل شي چې افغان هوايي ځواک دې په سيمه کې بې له راپور او د بمبار د ځای په نه ګوته کولو بمبار وکړي؟ څرنګه دې افغان هوايي ځواکونه خپل اهداف ونه پېژني؟ څرنګه دې د بمبار امر ورکړل شي چې هدف نه وي ورته ښوول شوى؟

که د دفاع وزارت لاس ته راوړنه دا وي چې خپل ولسي وګړي او خپل امنيتي ساتونکې دې ووژني، نو تراوسه پورې دا لاس ته راوړنې د ناټو ځواکونو کولې؛ وروسته له دې یې دا ماموريت (ولس وژنه) افغان هوايي ځواک ته حواله کړی دی، په يوه او بل ولايت کې به دا ډول سهوې کوي او بيا به اعتراف کوي چې هدف یې نه و پېژندلى.

يوه نيمه مياشت دمخه چې د ګرشک په ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د نظامي عملیاتو پر مهال په اشتباهي ډول هوايي برید کې ۱۶ تنه پوليس وژل شوي وو، چې د پوليسو لوړ رتبه منصبداران هم په کې شامل وو، هغه اشتباه لا د ګرشک له ولسي وګړو هېره نه ده چې بيا یې بله اشتباه وکړه.

که د حکومت لاس ته را وړنه (ولسي وګړي وژل) تسليم هم کړو، هره مياشت يا دوه مياشتې وروسته څوک لاس ته راوړنې هم نه تکراروي، خو دفاع وزارت یې دومره ژر تکرار کړي چې له هغه تيرې بمبارۍ او ولسي وګړو وژلو په وېر لا د غم ټغر نه وي ټول شوی، په هغه وير او ماتم لا دوستانو او خپلوانو د غم لاسونه پورته کړي وي – چې بل بمبار پرې وشي.

د دې بمبار تر څنګ د ملګرو ملتونو د همږغۍ دفتر راپور خپور کړ چې په تېره يوه مياشت کې له پنځو ولسواليو څخه تر پنځوسو زرو زيات ولسي وګړي د جګړو له امله خپلو کورونو پرېښودو ته اړشوي دي. ياد دفتر وايي، د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالي کې ۲۱ زره تنه د خپل کور- اور پرېښودو ته اړ شوي دي.

دفتر زياتوي، زیات کسان د دې ولسوالۍ له څنګلوري بالامرغاب څخه بې ځایه شوي چې شمېر یې ۱۴ زرو ته رسېږي.

دا به هم د حکومت چارواکي په لاس ته راوړنو کې شمېري؟

 که دا ډول لاس ته راوړنې دوام ولري، نو ډېر ژر ده چې امنيتي ځواکونه به له ولسي وګړو دمخه خپلې دندې پرېږدي او د ولسي وګړو سره يو ځای به له سيمې کډې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button