صدقه د مؤمن لپاره د قیامت په ورځ سایه ده

ليکوال : حکيم الله صابر
حضرت عقبة بن عامر الجُهني رضي الله وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : «ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ». (شرح مشکل الآثار للطحاوي رقمــ3836).

ژباړه: عقبه بن عامر جهني رضي الله عنه وایي چي : رسول أکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل : د مسلمان لپاره سایه د قیامت په ورځ کي دده صدقه ده.
وضاحت : یعني څوک چي په دنیا کي صدقه ورکړي او د خلګو سره احسان وکړي نو د قیامت په ورځ کي به دغه دده صدقه دده لپاره سایه شي، پداسي حال کي چي پدې ورځ کي انسان سايې ته ډیره اړتيا لري، ځکه پدې ورځ کي ډیره سخته ګرمي وي ، داچي صدقه به يې څنګه سایه وي؟!.
پدې هکله علامه الملا علي القاري رحمه الله په خپل کتاب “مرقات المفاتيح صـــ1925” کي لیکلي : الله تعالی به یې د صدقې ثواب ورته سایه کړي او یابه یې صدقه خپله سایه کړي ، او کله کله ور څخه مراد هغه صدقه کیږي چي په دنیا کي حقیقي سایه ولري لکه خیمه او داسي نور.
(محمدي ملغلري صــ176).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button