کابل کې د بهرنیو ځواکونو له ویرې ډک ژوند

په کابل ښار کې بهرني ځواکونه په خپلو ټانګونو کې دننه بیا هم له موټربمونو او سرتېرو بریدونو سره له مخ کېدو وېره لري.

د اسټرالیا SBS نیوز ویب پاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې په کابل کې د تګ راتګ پر مهال له اسټرالوي ځواکونو سره تل دا وېره وي چې له موټربم او یا هم سرتېرو بریدونو سره به مخ شي.

د ایس بي ایس نیوز خبریال، چې څو ورځې یې په کابل کې له اسټرالوي ځواکونو سره یوځای تیرې کړې دي، په خپل رپوټ کې د یوې ورځې کیسه لیکلې، ”د یکشنبې په سهار د کابل په یوه څلور لارې کې د اسټرالوي ځواکونو Bushmaster ټانګ له یوه موټر سره ټکر وکړ. د موټر ډرایور له موټره راښکته شو او له ټانګه څو متره لیرې ودرېد. نوموړي د ټانګ مخته لاسونه خوځول او د تاوان غوښتنه یې کوله. اسټرالوي ځواکونو د ټانګ له دننه د اوبو یو تش بوتل راوغورځاوه، پر بوتل لیکل شوي و چې افغان به خپل تاوان بل ځای ترلاسه کړي.“

The traffic in Kabul that Australian soldiers must navigate.

”څو ساعته وروسته په همدې لار باندې د ډنمارکي پوځيانو پر کاروان د طالبانو له خوا سرتېری برید وشو.“

ایس بي ایس نیوز وايي، په کابل ښار کې اسټرالوي ځواکونه سمدستي پرېکړې کولو ته اړ دي چې آیا دا یو عام ټکر دی او که د برید پیل دی.

یوه اسټرالیايي عسکر ایس بي ایس نیوز ته ویلي، ”هر وخت د موټر بم، چاودنې او سرتېري برید وېره وي ځکه موږ باید هر هغه موټر وڅارو چې له نورو غیرعادي رفتار کوي. موږ په ټانګونو او خپلو موټرو کې د ترافیک څارلو آلې لرو، په دې ډول موږ کولای شو د خپل کاروان شاوخوا ته ۳۶۰ ډګري لیدل وکړو.“

ایس بي ایس نیوز یوازې د خپل هېواد د عسکرو حال بیان کړی خو په کابل کې ټول بهرنیان له سختې ویرې سره مخ دي.

که څه هم کابل ښار له ځای ځای چیک پواینټونو، د څارنې له کېمرو، سختو امنیتي موانعو او امنیتي ځواکونو ډک دی، خو بیا هم له بریدونو په امن نه دی.

تېره اونۍ د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی و. د مټیس له رارسېدو څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو د حامد کرزي پر نړیوال هوايي ډګر راکټي بریدونه وکړل. طالبانو د برید پړه پر غاړه واخیسته او ویې ویل چې د دوی څلورو ملګرو د هوایي ډګر له خوا سره په یوه ودانۍ کې کمین نیولی و.

Image result for james mattis afghanistan

پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له راکټي بریدونو وروسته د امریکا سفارت د خپل هېواد اوسېدونکو څخه وغوښتل چې له افغانستانه ووځي. د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان امنیتي وضعیت خراب دی او امریکايي اتباع له ګواښونو سره مخ دي.

څه موده وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي و، کله چې په کابل کې د امریکا سفارت کارکوونکي له خپلو سیالانو سره په پوځي اډو کې ګوري، باید د سلو مترو فاصله پرې کړي، خو دوی دې ۱۰۰ متره لیرې ځای ته په ټانګونو کې نه، بلکې په چورلکو کې ځي.

سږ کال د طالبانو له لوري پر بهرنیو او افغان ځواکونو بریدونو په بې ساري ډول زیات شوي دي.

پر افغانستان باندې له اوولس کلونو د یرغل او د یو لک بهرنیو پوځونو په شتون کې امریکا نه ده توانېدلې چې په پلازمېنه کابل کې امن راولي، خو اوس هیله لري چې د یو څو زرو پوځيانو په رالېږلو سره به د افغانستان وضعیت کنټرول او طالبانو ته ماتې ورکړي.

څو میاشتې وړاندې امریکا د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه. د نوې ستراتیژۍ له مخې به افغانستان ته شاوخوا ۳۰۰۰ نور امریکايي عسکر رالېږل کېږي او همداراز به هوايي بریدونه هم زیاتېږي.

که څه هم ګډ حکومت د امریکا د نوې ستراتيژۍ ملاتړ اعلان کړی او د امریکا له مرستو یې مننه کړې، خو زیات شمېر افغانان نه غواړي چې په افغانستان کې دې بهرني ځواکونه نور پاتې شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button