کندهار: ملي امنیت دیني عالم «عبدالغفار جُبیر» نیولی

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۶) د کندهار ځايي خلک وايي، نن د کندهار ملي امنیت عسکرو دیني عالم «عبدالغفار جُبیر» په هوايي ډگر کې ونیوه.
د ښاغلي جُبیر د کورنۍ غړو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې «عبدالغفار جُبیر» د حج له فریضې د اداء کولو څخه وروسته هېواد ته را روان و، چې د کندهار په هوايي ډگر کې ملي امنیت ونیو.
د سرچینو په خبره، نوموړی د خپلې مور د خدمت لپاره له هغې سره حج ته تللی و، چې د راستنېدو پرمهال ونیول شو.
ویل کېږي د نوموړي د نیول کېدو وروسته په یوه الوتکه کې کابل ته استول شوی دی.
«عبدالغفار جُبیر» له تېرو څو کلونو راهیسې بېلابېلو وېبپاڼو ته د عیسیویت، یهودیت او نورو منسوخ شویو عقیدو په اړه لیکنې کولې او ځوان نسل یې د دوی له شومو موخو څخه خبراوه.
د ښاغلي جُبیر د ساینس او اسلام، له یهودي عالم سره مناظره، روژه د اسلام له نظره او څو نور کتابونه هم چاپ شوي او لیکنو یې گڼ مینوال هم لرل.
«عبدالغفار جُبیر» په ټولنیزو رسنیو کې هم فعال وو او د گڼو خلکو پوښتنو ته یې ځوابونه ویل؛ خو د سیاست په اړه یې هېڅ هم نه لیکل او لیکنې یې یوازې د مسلمانو ځوانانو لپاره وې.
تراوسه پورې د نوموړي د نیول کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو په تېرو درېو کلونو هغه دیني عالم چې د امریکا او تبشیري ټولنو پرضد لیکنې کوي، نیول کېږي او په مرموز ډول وژل کېږي.
د ملي یووالي حکومت په راتگ سره په پلازمېنه کابل کې هغه فعالان هم د زندان شاته غورځول شوي، چې د اوسني حکومت د نیمگړتیاوو په اړه به یې په گردي مېزونو کې بحثونه کول.
د ملي یووالي حکومت په انټرنېټي بروزرونو کې هغه وېبپاڼې هم بندې کړي، چې د حکومت نیمگړتیاوې خلکو ته ښيي او د حل لارې ور په گوته کوي.



