طالبانو په ګيان ولسوالۍ کې دوه پوستې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): وسله والو طالبانو پرون ماښام ناوخته د پکتيا ولايت د ګيان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو په امنيتي پوستو بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دوه پوستې نيولي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ګيان ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته د نوم نه ښودلو په شرط د طالبانو بريدونه تائيد کړل او زياته يې کړه، چې په دغه نښته کې لسو پوليسو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
نوموړي وويل، چې يادې پوستې د طالبانو له لوري وسوځول شوې او پکې شته ټول مهمات يې له ځان سره يوړل.
له بله پلوه طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې د مڼې کنډو په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو دوه پوستې نيولي، پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د هغه په خبره چې له يادو پوستو څخه يې په زياته اندازه وسله او نور نظامي توکي او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.



