مشرانو جرگه: د جمهوري او اجراییه ریاستونو گومارنې «رڼې» نه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۱): د مشرانو جرگې غړي وايي، په ارگ او اجراییه ریاستونو کې چې د سلاکارانو په نامه کومې گومارنې کېږي، رڼې نه دي او دغه پروسه باید شفافه شي.

د دې جرگې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار نن د مشرانو جرگې په غونډه کې وویل، د دواړو ریاستونو گومارنې رڼې نه دي او ډېری خلک د اړیکو په زور گومارل شوي دي.

نوموړي اوسني ډېری سلاکاران یوازې معاش اخیستونکي وبلل او ددې پروسې د شفاف کېدو وړاندیز یې وکړ.

«کوم کسان چې گومارل کېږي، باید د کار وړتیا ولري، د مسوولیت احساس وکړي او یوازې د دې هدف لپاره باید دغه سلاکاران په دندو ونه گومارل شي چې د یو څو کسانو رضایت خپل شي، سلاکاران باید هغه کسان وي چې سلا مشورې ورکړي او هغه کسان وي چې د مشورې ورکولو اهل واوسي.»

د مشرانو جرگې بل غړي شېرمحمد اخونزاده بیا وویل، په جمهوري او اجراییه ریاستونو کې زرگونه مشاورین مقرر شوي؛ خو د کار  درک یې نه معلومېږي.

اخونزاده د گډحکومت له دواړو مشرانو وغوښتل، چې د سلاکارانو لېست یې باید مشرانو جرگې ته ور واستوي.

«د افغانستان د جمهوري ریاست او اجراییه ریاست د مشاورینو شمېر له سلګونو دا مهال زرګونو ته رسېدلی، موږ ته باید د دغو مشاورینو لېست واستول شي چې دغه مشاورین د کومو وړتیاوو له مخې او په کومو برخو کې گومارل شوي دي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې د مشرانو او ولسي جرگو غړو د اوسني حکومت د بې‌ځایه سلاکارانو په گومارنو نیوکې کړي.

اوسمهال جمهوري او اجراییه ریاستونه سلگونه مشاورین او سلاکاران گومارلي او د دولت له بودیجې لوړ معاشونه او امتیازات اخلي، خو د کار په اړه یې دواړه ریاستونه د خبرو کولو څخه ډډه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button