سرچينه: امريکايان د قيمتي ډبرو په استخراج بوخت دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵): امريکايي ځواکونه د ننګرهار ولايت د مومندرې په ولسوالۍ کې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو په استخراجولو بوخت دي.
د يادې ولسوالۍ څخه يو تن د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې په سيمه کې امريکايي ځواکونه لګيا دې او د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو په استخراج يې کار پيل کړی دی.
د سرچينې په وينا، امريکايي ځواکونو سيمې ته د کانونو د رايستلو لپاره پرمختللي وسائل راوړي او له تېرې څه مودرې راهيسې يې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو رايستل پيل کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې امريکايي ځواکونه په هېواد کې د قيمتي ډبرو د رایستلو لپاره کار کوي، بلکې تر دې مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې بهرنيو ځواکونو د افغانستان په يوشمير ولايتونو کې د قيمتي ډبرو، تاريخي اثارو او ډیری نور کانونه په ناقانونه توګه سپړلي او هغه يې له ځان سره وړي دي.
څه موده وړاندې د امريکا ځمک پېژندونکو ویلي و، چې په افغانستان کې د شاوخوا يو تريليون ډالرو په ارزښت طبيعي زېرمې او کانونه وجود لري.
د افغانستان قيمتي کاڼي په نړيواله کچه پېژندل شوي او لاهم د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه په ناقانونه توګه د زورواکو له خوا سپړل کيږي، چې افغان حکومت يې په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.



