پروان: لویه امريکايي پوځي الوتکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵): د پروان ولايت کوه صافي ولسوالۍ ته څېرمه د امريکايي ځواکونو يوه ستره پوځي الوتکه رانسکوره شوې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی وسله والو نن سهار اته نيمې بجې د ياد ولايت د کوه صافي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امريکايي ځواکونو يوه لويه نظامي الوتکه ويشتلې او رانسکوره کړې ده.
نوموړي ويلي، چې په ياده ستره نظامي ترانسپورتي الوتکه کې غالباً افغانستان ته راتلونکي امريکايان سپاره وه او په خبره يې چې د کوه صافي ولسوالۍ په قلعه خېلو سيمه کې د يو نوي تکتيک له مخې وويشتل شوه او د تورې څوکې سيمه کې راولوېده.
طالبان وايي، چې د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې لسګونه امريکايي عسکر وژل شوي دي.
اوس مهال، ياده سيمه د امريکايي ځواکونو له خوا کلابند شوې ده.
له سيمې څخه يوه عيني شاهد کابل ټکی کام ته وويل، چې د الوتکې د نسکورېدو له ځای څخه لوخړې او دودونه پورته کېږي او په خبره يې چې سيمې ته د امريکايي ځواکونو امبولانس الوتکې هم رسېدلي دي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو يوې ځايي امنيتي سرچينې د امريکايي الوتکې لوېدل تائيد کړي دي.
تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د پروان ولايت په مربوطاتو کې د امريکايي ځواکونو الوتکې رانسکورې کړي دي.



