امريکا سعودي ته د بالستيک توغنديو ضد سستم ورکوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۵): د امريکا متحده ايالاتو ويلي، چې سعودي عربستان به د تاد په نوم د بالستيک توغنديو ضد ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به ددغه سیستم په مقابل کې واشنګټن ته ۱۵ میلیارد ډالر ورکوي.

امريکا وايي، په سعودي کې د دغه سستم فعالول به د امريکا امنيت پياوړی او د ایران او نورور سيمه ييزو ګواښونو پر وړاندې به له هغه هېواد سره مرسته وکړي.

امريکا په داسې حال کې دا اعلان کړی، چې روسيې ته د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزيز نن درېمه ورځ پوره کېږي او د مسکو سره يې د نورو وسلو سربيره د اس ۴۰۰ دفاعي سستم د رانيولو تړون لاسليک کړ.

دواړو هېوادونو موافقه وکړه، چې په سعودي کې به وسلې توليد کړي او دغه راز د سعودي ځواکونو پر روزنې هم سلا شوې ده.

دغه سستم تر ۲۰۰ کیلومترو پورې رسېدلی او ۱۵۰ کیلومتره لوړ ختلی شي، د تاد په نوم دفاعي سستم د اوږد او نږدې واټن بالستيک توغندي د خپلې الوتنې په وروستي او لومړي پړاو کې له منځه وړلی شي او په ځانګړي ډول د اتومي سروکي لرونکيو توغنديو مخه هم نيولی شي.

امريکا دغه سستم له شمالي کوريا سره د اړيکو له خرابوالي وروسته په سويلي کوريا کې نصب کړ، چې چين يې له نصبولو سره مخالفت څرګند کړی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button