سعودي کې په شاهي ماڼۍ وسله وال بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۶): د سعودي عربستان په جده ښار کې د دغه هېواد د پاچا ملک سلمان پر شاهي ماڼۍ وسله وال بريد شوی، چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ ناوخته وويل، چې يوه وسله وال کس خپل موټر شاهي ماڼۍ ته نږدې کړ او په ساتونکو يې بريد وکړ، چې په ترڅ کې دوه پوځيان ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

د سرچينې په وينا، ۲۸ کلن بريدګر منصورالعامري چې د سعودي و هم د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

د جدې ښار امنیتي مسئولين وايي، له بريدګر سره د بريد پر مهال يوه کلاشنکوف او درې لاسي بمونه و.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی او نه ده معلومه چې د بريدګر موخه څه وه.

په عين حال کې په سعودي کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې په دغه هېواد کې د بې ځايه ګرځېدو څخه ډډه وکړي، شايد د وسله وال بريد هم وګرځي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button