(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸):د امریکا متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګهګۍ مشر باب کروکر وايي، ولسمشر ټرمپ امریکا د درېمې نړیوالې جګړې ته نږدې کړې.
باب کروکر له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، ټرمپ امریکا د دریمې نړیوالې جګړې په لوري بیايي او دغې لارې ته یې نږدې کړې ده.
ده له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ په شمالي کوریا پرلهپسې لفظي بریدونه کوي؛ خو دې ته یې پام نه دی، چې دغه ډول لفظي بریدونه د دریمې نړیوالې جګړې د پیلېدو لومړني پړاوونه دي.
په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ په راتګ سره ډېری امریکايي چارواکي د ټرمپ اوسنۍ تګلارې ننګوي او پر ټرمپ نیوکې کوي.
د امریکا د مشرانو جرګې نیولې تر ولسي جرګې پورې ډېری غړي وايي، چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې او امریکايي عسکر باید بېرته له افغانستان نه راووځي.
د امریکايي چارواکو په خبره، امریکا ۱۰۴ میلیارده ډالر داسې حکومت ته ورکړي، چې له ولسمشر نه یې نیولې ان تر ټیټ پوړو چارواکو پورې ټول په فساد کې ښکېل دي او په افغانستان نه پرمختګ شوی او نه نسبي امن راغلی دی.


















