ډين جونز د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی ټاکل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۸): د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې د روزنې لپاره د استراليا پخوانی لوبغاړی ډين جونز ټاکل شوی دی.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنيو ته ويلي، چې جونز به د انټرکانټنينټال کپ د لوبو په لړ کې د څلور ورځنۍ لوبې لپاره د کرکټ د ملي ټيم د روزنې مشري په غاړه ولري.
ټاکل شوې ده، يادې سيالۍ د تلي په ۲۸ د افغانستان او هانګ کانګ تر منځ پيل شي.
نوموړی زياتوي، چې ډین جونز د استراليا پخوانی تکړه لوبغاړی دی او په خبره يې چې د کرکټ په برخه کې زياته تجره لري.
هوتک وويل چې د کرکټ بورډ اداره او ډين جونز به د هانګ کانګ له سيالۍ وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته روزنې لپاره د اوږودمهاله دندې لپاره پرېکړه کوي.
هغه له تېرو څو کلونو راهيسې د کرکټ نړيوال تبصره کوونکى هم پاتې شوى او په دې برخه کې ډېر معلومات هم لري.
ډين جونز د روزنې په برخه کې د پاکستان د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې د مشر روزونکي او د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د توپوهنې په برخه کې د مشاور په توګه دند ترسره کړي دي.



