امریکا تېره میاشت پر افغانستان تر ۷۵۱ زیات بمونه غورځولي

د امریکايي ځواکونو له لوري په یوه تازه خپور شوي رپوټ کې ویل شوي چې امریکایانو په تېره سپټمبر میاشت کې پر افغانستان ۷۵۱ بمونه غورځولي دي.
دا په تېرو اوه کلونو کې د بمونو تر ټولو زیاته شمېره بلل کیږي چې د افغانستان پر خاوره غورځول شوي دي.
د تیرې اګست میاشتې په نسبت د امریکایانو له لوري د بمونو په غورځولو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. امریکايي چارواکي وايي چې دا د افغانستان لپاره د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده.
له ۲۰۱۰ز کال راپدېخوا، امریکا پر افغانستان تر ټولو زیات بمونه د ۲۰۱۲ز کال په اګست میاشت کې غورځولي چې شمېره یې ۵۸۹ بمونو ته رسېده. خو دا اووه کلن ریکارډ په تېره سپټمبر میاشت کې مات شو او د افغانستان پر بېلابېلو سیمو تر ۷۵۱ زیات بمونه وغورځول شول.
امریکايي رسنۍ وايي، کېدای شي د بمونو او بمباریو اصلي شمېر تر دې هم زیات وي، ځکه په رپوټ کې یوازې هغه بمونو شمېرل شوي چې د ایتلافي ځواکونو له ګډې قومندانۍ څخه رهبري شوي دي.
د امریکا د هوايي ځواکونو قومندانۍ په رپوټ کې ویلي چې په هوايي بریدونو کې زیاتوالی د هغو ”ترورستي ډلو“ پر ضد د ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ یوه برخه ده چې ”د افغانستان ثبات او امنیت تهدیدوي.“
د امریکايي او افغان ځواکونو زیاتره بمبارۍ ړندې وي چې زیات تلفات پکې ولسي وګړو ته اوړي.
د روان کال د جنوري له میاشتې بیا تر سپټمبر پورې امریکا پر افغانستان ۳۲۳۸ بمونه غورځولي دي، خو ښايي دا شمېره په روانه میاشت کې نوره هم پسې لوړه شي.
په تېره اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه. د دې ستراتیژۍ له مخې امریکايي ځواکونه له دې وروسته په افغانستان کې د هر ډول عملیاتو بشپړه ازادي لري.
د ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته ځينو امریکايي چارواکو وویل چې امریکایي ځواکونه نور په افغانستان کې په خپل سر او ازاد ډول هوايي بریدونه او عملیات کولای شي. خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري یې په غبرګون کې ویلي و چې هیڅوک د خپلسرو عملیاتو اجازه نه لري.
څو ورځې وړاندې دولت وزیري له خپلې خبرې واوښت او ویې ویل چې په جګړه کې د امریکا پراخ او ازاد لاس به ډېره مرسته ورسره وکړي.
که څه هم د ګډ حکومت مشرانو د ټرمپ له ستراتیژۍ ملاتړ اعلان کړی خو د پخواني ولسمشر په ګډون زیاتره افغانان د امریکا له ستراتيژۍ سره مخالف دي.



