په مزار ښار کې د بلخ د والي وياند ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۹): په مزار شريف ښار کې د دغه ولايت د والي پر وياند د موټر سايکل سپرو وسله والو له لوري برید شوی دی.
د بلخ د پوليسو د امنيت امر عبدالرزاق قادري رسنيو ته ويلي، چې نن سهار د بلخ د والي پر وياند منيرفرهاد باندې د مزارشريف ښار په څلورمه امنيتي حوزه کې دوه تنو موټرسيکل سپرو وسله والو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې نوموړی ټپي شوی دی.
يوې امنیتي سرچينې امريکا غږ ته ويلي، چې نوموړی پر پښو ټپي شوی خو په وينا يې چې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې د هېواد په لويو ښارونو کې په دولتي منسوبينو چريکي بريدونه زيات کړي، چې تر ډېره پکې نظامي کسان هدف ګرځوي.
خو تر اوسه د دغه برید مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.



