ننگرهار کې دوه وروڼه نامعلومه وسلهوالو وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۱۹):د ننگرهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د روداتو ولسوالۍ په «بړو» سیمه کې دوه وروڼه نامعلومه وسلهوالو وژلي دي.
د ننگرهار د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره شپه د روداتو ولسوالۍ په بړو سیمه کې دوه وروڼو اوبه لگولې، چې نامعلومه کسانو په چاقو دواړه وهلي او وژلي یې دي.
د ننگرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی بیا وايي، د دواړو وژل شویو عمرونه اتلس او شل کاله وو؛ خو د وژنې د لامل په اړه یې څه ونه ویل.
د روداتو ځايي خلک وايي، وژل شوي یو حلیم او بل صمیم نومېده او د بزگرۍ چارې یې پرمخ وړلې.
په دې وروستیو کې په ننگرهار کې هدفي وژنو زور اخیستی دی. په روانه میاشت کې د ننگرهار په بېلابېلو سیمو کې ۳۶ تنه د هدفي وژنو ښکار شوي دي، چې امنیتي ځواکونه یې په قابو کولو کې پاتې راغلي دي.



