طالبانو دولت اباد کې يوه پوسته نيولې- پنځه پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۰): وسله والو طالبانو تېره شپه د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په پوسته وسله وال بريد کړی، چې په پايله کې يې يوه پوسته نيولې ده.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دغه جګړه کې د پوستې د قومندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي دي.

دغه راز په پوسته کې له دولتي ځوکونو څخه دوه پيکا، دوه راکټ، ۸ ميله کلاشنکوفونه او په زياته اندازه مهمات او پوځي توکي هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط د بريد د تائيد ترڅنګ ويلي، چې په پېښه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې نور معلومات ورنکړل.

تر اوسه د فارياب امنيتي مسئولينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button