کونړ: د بې پیلوټه الوتکې برید کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي

تېره ورځ مازدیګر مهال د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
که څه هم د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم، وژل شوي کسان د داعش ډلې اتباع بللي، خو په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي شهزاده شاهد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د بهرنیو ځواکونو په دې هوایي برید کې تر ۱۵ ډېر ملکیان شهیدان کړي دي.
نوموړي پر حکومت غږ کړی، چې ددغه ډول بریدونو مخه ونیسي او ګواښ یې کړی چې د داسې بریدونو پایلې به ډېرې خطرناکې وي.

د سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې ټول په نښه شوي کسان عام وګړي وو او د واده مراسمو ته تللي و. د سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې یادو خلکو د دود له مخې وسلې له ځانونو سره لیږدولې او په یوه کور کې د دمې پر مهال د امریکایي کشفي الوتکو لخوا په نښه شول.
په برید کې دوه کورونه سوځېدلي دي.

که څه هم بهرنیو ځواکونو او د ګډ حکومت مشرانو تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو پخواني ولسمشر حامد کرزی یاد برید غندلی دی. د کرزي پر فېسبوک پاڼه لیکل شوي: حامد کرزی د بهرنیو پوځیانو هغه بمبارۍ چې د کنړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې یې ترسره کړي او له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او زخمیان شوي دي، بشري ضد جنایت او د ټولو نړیوالو اصولو او موازینو خلاف عمل بولي.
کرزي له ګډ حکومته غوښتي چې د بهرنیو ځواکونو ”د دغو غیر مسوولانه کړنو په وړاندې کلک غبرګون ښکاره کړي او مخه یې ونیسي.“
د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو تلفات مخ په زیاتېدو دي. پرون یوناما په یوه رپوټ کې ویلي و چې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ – ژوبلې شمېر په سلو کې ۵۲ سلنه زیات شوی دی.
د امریکا د هوايي ځواکونو مرکزي قوماندې مرکز څو ورځې وړاندې په خپل یوه رپوټ کې لیکلي و چې په تېره سپټمبر میاشت کې د افغانستان پر خاوره ۷۵۱ بمونه غورځول شوي دي.



