ماين چاودنه کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): د پروان ولايت د مرکز اړوند قلعه قاضي سيمه کې د امريکايي ځواکونو په ټانګ ماين چاودنه شوې، چې په ترڅ کې څلور امريکايي پوځيان وژل شوي دی.

پېښه تېره شپه د مرکز مربوط د قلعه قاضي سيمه کې رامنځته شوې ده.

طالبانو د دغه چاودنې مسئوليت په غاړه اخيستی او د څلورو امريکايي عسکرو د وژلو ادعا يې کړې ده.

ځايي اوسېدونکي او سيمه ييز امنیتي مسئولين وايي، د امريکايي ځواکونو په يوه ټانګ هغه مهال چاودنه وشوه، کله چې په سيمه کې په ګزمه راوتي و.

دوی وايي، چاودنه ډېره زوروره وه او تر لرې لرې پورې يې غږ اورېدل شوی دی.

په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button