طالبانو د فراه ولايت شېبکوه ولسوالۍ هم ونيوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): وسله والو طالبانو او امنيتي چارواکو د غزني د شلګر ولسوالۍ له نيولو وروسته د فراه د شېبکوه ولسوالۍ د نيولو خبر هم ورکړی دی.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی وسله والو تېره شپه د يادې ولسوالۍ او شاوخوا دفاعي پوستو د نيولو بريدونه وکړل او زياتوي، چې د څو ساعتې جګړې وروسته د ولسوالۍ مرکز او ګڼې پوستې د دوی لاسته لوېدلي دي.
طالبانو وايي، په دغه ولسوالۍ کې په زياته اندازه وسلې او نور مهمات لاسته ورغلي دي.
دغه راز لسګونو عسکرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.
له بله پلوه د فراه د ولايتي شورا منشي دادالله قانع هم د طالبانو له لوري د يادې لسوالۍ نيول تائيد کړي دي.
نوموړی وايي، ولسوالۍ ځکه د طالبانو لاسته لوېدلې چې امنيتي ځواکونه او هوايي ځواک په وخت مرسته نه ده ورسولې.
تر اوسه په ولسوالۍ کې د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه دقيق مالومات نه دي ورکړل شوي.
د يادې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي عبدالحکيم رسنيو ته ويلي، چې تېره شپه دولس بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیتي پوستو بريدونه پيل کړل او په خبره يې چې سهار مهال ياده ولسوالۍ طالبانو سره نيولې وه.
دا درېيمه ولسوالۍ ده، چې په تېره يوه اوونۍ کې د طالبانو لاسته لوېږي، بيګا شپه طالبانو د غزني شلګر ولسوالۍ هم نيولې ده او دوه ورځې وړاندې يې د کندهار معروف ولسوالۍ د نيولو خبر هم ورکړل شوی و.



