پکتیا: غبرګو موټر بمونو امنیې قوماندانۍ او نظم عامه په نښه کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۵ فرید افغان)

راپورونه وایي چې نن سهار ۹ بجې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د نظم عامه د پولیسو او امنیې قوماندانۍ باندې دوه موټر بم حملې وشوې چې له امله یې لسګونو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا ولایت چارواکو د چاودنو په تائید سره ویلي چې له موټر بم حملو وروسته یو شمیر بریدګر قوماندانۍ او نظم عامې ته ننوتلي او له افغان ځواکونو سره جګړه کوي.

دپکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم د تلفاتو جزیات ورنکړل، خو عیني شاهدان وایي چې چاودنې خورا زورورې وې او زیاتوي چې له سیمې څخه امبولانسونه چې له مړو اوټپیانو ډک دي هڅه کوي تر څویې د دې ولایت مرکزي ملکي روغتون ته ورسوي.

له برید سره همهاله طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو چاودنو مسؤلیت منلی او په یوه خبرپاڼه کې یې چې رسنیو ته یې استولې ویلي چې لمړی برید یې د یوې لارۍ موټر په توسط د نظم عامه کنډک په نښه کړی چې په تعقیب یې څو تنه وسلوال د مرکز داخل ته ننوتلي.
نوموړی زیاتوي دوهمه حمله یې د هاموي ټانګ په توسط په امنیې قوماندانۍ ترسره کړی چې لسګونو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
نوموړي ویلي چې قوماندانۍ ته هم طالبان ننوتلي او هلته هم جګړه روانه ده.
باید وویل شي چې په دواړو ځایونو کې سلګونه امنیتي پولیس دنده ترسره کوي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button