ننګرهار: د ګډو ځواکونو عملياتو کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵): د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ تېره شپه افغان او امريکايي ځواکونو د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي، چې پر مهال يې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د حصارک ولسوالۍ د مرکز  يوه اوسېدونکي نعیم جان کابل ټکی کام ته وويل، چې د ګډو ځواکونو په بيګانيو عملياتو کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.

هغه وايي، د لږ ټپي شويو کسانو تداوي په حصارک کې شوې او ځينې نور چې ټپونه يې ژور و د جلال اباد ښار روغتون ته وړل شوي دي.

تر اوسه پورې په دې اړه ولايتي چارواکو او بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې وړمه شپه هم افغان او امریکايي ځواکونو د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د شپنيو عملياتو پر مهال ۸ ولسي وګړي شهيدان کړي و.

دغه راز تېره ورځ، د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ مربوط د ګروپ شش په سیمه کې بې پيلوټه الوتکې د ملکي خلکو يو موټر په نښه کړ او د يو ماشوم په ګډون په کې دوه ميرمنې او دوه نارينه ووژل شول.

د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې زياتوالی راغلی، چې تر ډېره ترې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button