د اسلامي دولت تنظیم د کرکوک ولایت په دوه کلیو یو ځل بیا ولکه ټینګه کړه

د اسلامي دولت تنظیم وروستنی تازه پرمختګ په داسې وخت کې مینځته راغی چې په عراق کې په زیاترو سیمو له ولکو ټینګولو وروسته دغه تنظیم یادې سیمې بیرته له لاسه ورکړې.
اسلامي تنظیم دولت د عراق شمال ته د کرکوک ولایت په لویدیځ کې پر دوه کلیو هغه مهال ولکه ټینګه کړه چې د کردي پیشمرګه ځواکونو په دغې سیمه د سختو نظامي عملیاتو نه چې کرکوک یې شاهد و شاتګ وکړ.
خبري سرچینو الجزیرة ته وویل چې د اسلامي تنظیم جنګیالیو وکولای شول پر دوه کلیو هر یوه طویلیعة او الملحة باندی چې د قضاء الدبس اړوند دي یو ځل بیا پوره ولکه ټینګه کړې ده.
د الجزیرة خبریاله (ستیر حکیم) له اربیل سیمې نه وایی چې د اسلامي تنظیم د جنګیالیو دغه جګړییز پرمختګ هغه مهال رامینځته شو چې د پیشمرګه سرتیرو وروسته له هغې سیمې نه شاتګ وکړ چې عراقي ځواکونو د کرکوک پر نظامي هوايی ډګر او کی1 نظامي اډې، او نورو هغو سیمو چې د نفطو چینې لري خپله ولکه ټینګه کړه، چې له جملې نه یې د المدینة مرکز هم دی، د تنظیم دا پرمختګ وروسته له هغو نظامي عملیاتو له پیل کولو نه وروسته چې بغداد په کرکوک کې د امنیت راوستو تر نامه لاندې نومولي او پیل کړل.
خبریالې څرګنده کړه چې د اسلامي دولت سرتیرو په صلاح الدین او الأنبار ولایتونو کې د ځواکونو د نشتوالی نه په استفادې سره د سیمې په اوږدو او سترو دښتو کې خپل تازه کمربندونه واچول.
دا وروسته له هغې چې اسلامي دولت تنظیم له درده ډکې ضربې خوړلې وې او په عراق کې زیاتره هغې سیمې یې له لاسه ورکړې وې چې مخکې یې نیولې وی، وروستې سیمه چې د تنظیم په لاس کې وه هغه د الحویجة هغه ښار و چې په اړه یې عراقي صدراعظم حیدرالعبادي تیره اونۍ اعلان وکړ چې د ولسي تړون په نوم فوځي ځواکونو وکولای شول څو دغه ښار په مکمل ډول بیرته ونیسي
برسیره پر دې ېې د حمرین او مکحول د غرونو هغه سلسله چې د اسلامي تنظیم دولت په سیمه کې تر ټولو مهمه اډه وه بیرته ونیسي.
د الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل



