د عمان له غونډې هيڅ لاس ته رانغلل

سرليکنه
له ټاکلې نېټې سره سم د عمان په مسقط کې د څلورو هېوادونو افغانستان، امريکا، چين او پاکستان استازو سره وليدل او د افغان حکومت او طالب مشرانو تر منځ د سولې د بهير يو ځل بيا د راژوندي کولو لپاره یې سره سلا مشورې وکړې، څو د افغانستان د نه حل کېدونکې مسئلې حل له ولاړ حالت څخه راووځي او مذاکراتو ته لاره هواره کړل شي.
د امريکا نوي جمهور رئيس ټرمپ د افغانستان او منځنۍ لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه، خو په افغانستان کې یې د سولې لپاره هيڅ ځای نه دې ورکړى. ځکه خو خپله د امريکا د سنا د مجلس يو شمېر غړي د ټرمپ پر پاليسۍ نيوکې کوي چې د انتخاباتو د کمپاين پر مهال یې د امريکا د اقتصاد ښه والی له افغانستانه د پوځونو تر را ایستلو او په افغانستان کې د جګړې تر پاى پورې تاړه، خو اوس یې په خپله پاليسۍ کې د جګړې د پای يادونه هم نه ده کړې.
په عمان کې جوړې شوې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکايي استازو تر څنګ د عمان د بهرنيو چارو د وزارت چارواکو هم ګډون کړی و او د يوه کوربه هېواد په څېر یې د غوڼدې څارنه کوله، خو هغه تمه چې د عمان غونډې ته يو شمېر رسنيو درلوده، او دمخه یې ويل چې د يادو څلورو هېوادونو د استازو په ليدلو سره به د افغان حکومت او طالب مشرانو ترمنځ د ليدنې زمينه برا بره کړل شي، څه ترې ترلاسه نه شول.
په غونډه کې د امريکا استازو ومنله چې ګاونډيان او په ځانګړې توګه پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او پر طالبانو کافي نفوذ لري، خو حقيقت دا دی چې امريکايي چارواکو په افغانستان کې د تېرو شپاړسو کالو راهيسې په دوه مخې پاليسي، چې له پاکستان او افغانستان سره یې ساتي، جګړه دوامداره ساتلې ده.
په غونډه کې چې د چين استازو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره تمه وښوده، ګټه یې د مذاکراتوپه دوام کې ده. د ګاونډيانو او د سيمې د هېوادونو د افغانستان په مسئله کې په اخلاص قدم پورته کول تر هر څه ګټور دي، چې په هر ډول ممکن وي، د جګړ د حل لپاره ځانګړې نقشه ولټول شي.
د عمان په غونډه کې طالب مشرانو ته ځکه د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې چې دا د څلورو هېوادونو په خپلو منځو کې د افغانستان او طالب مشرانو تر منځ د ليدلو او مذاکراتو لپاره مشورتي غونډه وه، چې څه ډول ميکانيزم جوړکړل شي؟ څه ډول مذاکرات سرته ورسېږي؟ څه ډول مذاکرات رالنډ او حل لاره ورته ولټول شي؟ او څه ډول دواړه خواوې دې ته وهڅوو چې د افغانستان د مسئلې د حل پورې به مذاکرات دوامداره ساتي څو وروستي حل ته سره ورسېږو.
د عمان چارواکو په مسقط کې د جوړې شوې غونډې په اړه ويلي چې: دا د ٢٠١٥ کال را وروسته د افغانستان د مسئلې د حل په اړه د ولاړ حالت پسې په دویم قدم د سولې د خبرو یو بل پړاو دی، هیڅ شی پکې تضمین او یقیني نه دي، هر څه په برخوالو پورې تړلي چې ستونزې څه ډول حل کوي، خو له دې سره سره موږ خوشبینه یوو.
د افغانستان د مسئلې د حل په اړه په ٢٠١٥ ميلادي کال کې په اسلام آباد، مري، کابل او په قطر کې د پګواش بنسټ لخوا غونډې شوې دي چې په مسقط کې غونډه یې يو بل قدم دی.
په افغانستان کې تر یو لک د زیاتو بهرنیو پوځونو په موجودیت، بمبار او شپنیو عملیاتو سره حکومت په دې ونه توانېد چې له طالبانو نیول شوې سیمې بیا ونیسي. د معروف ولسوالۍ په څېر نورې ولسوالۍ هم له لاسه ورکوي. غوره دا ده چې افغان حکومت د سولې او مذاکراتو لار ونیسي او افغان ولس له نورو تباهیو وژغوري.



