کابل: د ارګ په ۵۰۰ مترۍ کې پر یوه پوسته برید شوی

نن ماښام شاوخوا ۷ بجې په پلازمینه کابل کې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د سپین زر هوټل سره نږدې په یوه امنیتي پوسته وسلوالو د لاسي بمونو برید کړی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ محافظتي مرستیال حق نواز حقیار د یادې پېښې په تائيد سره رسنیو ته ویلي چې چاودنه مرګ ژوبله لري خو کره شمیره یې نده ښوودلې.
بلخوا د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې چاودنه د دریو چسپکي ماینونو له کبله وه چې وسلوالو د پوستې داخل ته غورځولي.
پولیس وایي په پیښه کې دوه پولیس سخت ټپیان دي او یو تن عادي کس چې ګمان کیږي د یادې پوستې عسکر به و، وژل شوی دی.
پولیس وایي چې بریدګر د پیښې له ځایه په تیښته بریالي شوي.
د یادونې وړ ده چې دا سیمه د جمهوري ریاست سره د نیم کیلو متر (۵۰۰ متره) په اندازه کې واټن لري .
تر اوسه د دې پیښې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې ندی منلی.
خو د کابل په منځ کې ورته حملې وخت ناوخت طالب وسلوال تر سره کوي.
باید وویل شي چې نن ورځ د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه چې په پکتیا، میدان وردګو، غزني او یو شمیر نورو ولایاتو کې تر سلو ډیر ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شوي دي.



