ننګرهار کې لس داعشیان حکومت ته تسلیم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۵):د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنیت په هلو ځلو لس داعشي وسله‌والو د مخالفت څخه لاس اخیستی او حکومت ته تسلیم شول.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تسلیم شویو وسله‌والو په اچین او هسکه‌مېنه ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو پرضد جګړه کوله.

د خوږیاڼي په خبره، په تسلیم شویو لس تنو کې د داعش یو سیمه‌ییز قومندان نیازګل هم شامل دی.

دی وايي، تسلیم شویو جنګیالیو سپکې او درنې وسلې هم امنیتي چارواکي ته سپارلي دي.

اخوا؛ د ننګرهار سیمه‌ییز خلک وايي، چې د داعش راډیو خپرونې اوس د ورځې هم پیل شوي او د جلال اباد سربېره په نورو ولسوالیو کې هم په صفا ډول اورېدل کېږي.

په ۲۰۱۴ز کال کې داعشي وسله‌والو په ننګرهار کې حضور وکړ او دلته یې د خلافت اعلان وکړ.

د اوسني ګډ حکومت لوړ پوړي چارواکي هم وايي، چې داعش د ملي امنیت شورا او د امریکا ګډه پروژه ده او یوازې ددې لپاره راپیدا شوي، چې طالبان پرې وځپي او د پرمختګ مخه یې ډب کړي.

داعشي وسله‌والو تراوسه یوازې خپله جګړه د طالبانو او ملکي هزاره ګانو پرضد پیل کړي او له دې لارې غواړي دلته د سني او شیعه جګړه پیل کړي او افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button