د ټرمپ ستراتيژۍ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه درې برابره لوړه کړه

تبصره

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو کمېسيون په افغانستان کې د تېرو شپږو مياشتو په راپور کې ښوولې ده چې په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه د تېر په پرتله درې برابره لوړه شوې ده او که روان حالت دوام وکړي، شايد د امريکا په نویو پیل شویو بمباريو سره همدا لوړه کچه نوره هم لوړه شي او په هېواد کې دننه به د بې ځايه شویو افغانانو په شمېر کې زياتوالى راشي.

په تېرو شپاړسو کالو کې هم د ناټو او امريکايي هوايي ځواکونو پر افغان ولس د بمبار صرفه نه ده کړې. چې په بېلابېلو ولاياتو کې پر ودونو، جنازو، غونډو او په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د کندز پر روغتون بمبار یې څرګندې نمونې دي. خو ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د بمبار اختيار زيات کړی او هم کولاى چې په خپله پرېکړه افغان ولس بمبار کړي، ځکه خو د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې درې چنده زياتوالى راغلى دى.

په افغانستان کې د موموجوده حکومت پر خلاف د ولس او طالب وسله والو تر څنګ يوې نوې راپيدا کړل شوې وسله والې ډلې داعش هم د حکومت پر خلاف مخالفت څرګند کړى دى. که څه هم حکومتي ځمکني او هوايي ځواکونه د داعش نظامي روزنيز او خپرنيز مرکزونه، نه بمباروي، خو کله کله چې بيا د ټيټې کچې غړي بمبار کړي او يا چې هوايي ځواکونه له طالب وسله والو سره په مخامخ جګړه کې له ماتې ورسته پر ولسي کورونو، جوماتونو او بانډو بمبار پیل کړي، پکې زيات شمېر ولسي وګړي شهيدان کړي.

د بشري حقوقو د سروې او مالوماتو له مخې، امريکايي پوځونو د تېر سپټمبر په مياشت کې د وسله والو مخالفينو په نامه پر افغان ولسي وګړو ٧٥١ هوايي بريدونه کړي دي، چې دا په تېرو اوو کلونو کې د بمبارۍ تر ټولو لوړه کچه ده. د بشري حقوقو د کمېسيون لخوا ويل شوي دي، که په افغانستان کې د امريکايي هوايي ځواکونو لخوا پر ولسي وګړو د بمبار په اړه ژور غور ونه شي او مخه یې ونه نيول شي، نو د سروې په مالوماتو په تېرو اوو کلونو کې دا د ولسي وګړو د مرګ او ژوبلې تر ټولو لوړه کچه ده.

  د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېره ٢٦٢ نه اوښتې وه. يو شمېر رسنيو کې د افغان چارواکو او شناندو په حواله ليکل شوي و چې که افغان هوايي ځواک ته  واک ورکړل شي، هغوې به د پوره او کره مالوماتو له مخې په يوه سيمه بمبار کوي او د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې به کمښت راشي. خو په روان کال کې د افغان هوايي ځواکونو له لوري ۸۲ تنه ولسي وګړي وژل شول.

 د ټرمپ لخوا د نوې ستراتيژۍ له امله په افغانستان کې، چې امريکايي هوايي پوځونو ته یې د بمبارد خپل صلاحيت امر کړی دى، پنځوس سلنه زياتوالې پکې راغلى دی. په دې پنځوس سلنه زياتوالي سره د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه درې برابره شوه.

د نړيوالو مالوماتو له مخې، امريکايي چارواکو په افغانستان کې خپلو نظامي قوماندانانو ته امر کړی دی چې له بمباره کار واخلي او وسله والو طالبانو مقابله په بمبار سره وکړي. چې له ۲۰۱۰ کال وروسته‌ په ۲۰۱۲ کال اګست میاشت کې افغانستان کې امریکا تر ټولو ډېر ۵۸۹ بمونه غورځولي وو. اوس په روان کال کې امريکايي هوايي ځواکونو له شپږو کالو زيات بمونه پر افغان ولس وغورځول او شهيدان یې کړل.

 که روان حالت دوام وکړي او د بشر د حقوقو اداره په دې اړه جدي اقدام ونه کړي، په افغانستان کې به د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه او له خپلو کورونو څخه به افغانان نورو سيمو او هېوادونو ته يو ځل بيا کډو کولو ته اړکړل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button