د امریکا په سفارت کې پټ رازونه

زمونږ ډېر ساده لوح مسلمانان اوس هم په دې عقیده دي چې ګوندې امریکا افغانستان ته د افغانستان د آبادۍ او سوکالۍ لپاره راغلې ده، ډالر یې راوړي، ابادي یې راوړې، وطن ګل او ګلزار شو.

خو پټ رازونه پټ وي، که له ټو رازونو خبر شي نو هیڅکله به بیا دا ډول ادعاوې ونکړي.

په کابل کې هره اونۍ، او کله هر دوه اونۍ د امریکا په سفارت کې د ډونرانو او ځینو پلورل شویو مؤسساتو غونډه دایریږي. غونډه د USIP لخوا، چې د USAID یوه څانګه ده، او خاص ترکیز یې په افغانستان کې پر مساجدو، دیني مدرسو او دیني عالمانو دی، دغې مؤسسې بې شمېره پروژې ډیزاین کړې دي. موخه یې داده چې:

څنګه کولای شو په مساجدو کې د دیني عالمانو ویناوې د خلکو په اذهانو کې منفي وګرځوو او څنګه کولای شو چې خلک د دیني عالمانو د ویناو پر ضد وپاروو، همدا راز نورې ډیرې پروژي یې ډیزاین کړی دي چې موخه یې څنګه کولای شو د دیني مدارسو شمیره کم کړو او یا یې په نصاب کې بدلون راولو.

نورې پروژې بیا داسې دي چې څڼګه کولای شو د افغانستان په معارف کې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د بینش اسلامي یا ثقافت اسلامي د تدریس یا مخه نیسو او یا یې شیوه بدله کړو.

په هره غونډه کې د هرې مؤسسې ګډونوال خپل نظریات هم په دې  اړه وړاندې کوي، ډیری مؤسسات بیا د افغانستان د بدبختۍ لامل مساجد، دیني مدارس او دینی عالمان ګڼي.

ځینې مؤسسات بیا په دې اړه سکوت اختیاروي، ډیری مؤسسات بیا د دغو پروژو د تطبیق لپاره پروپوزل وړاندې کوي او USIP یې ډیر په ورین تندی مني، او په لکونو ډالر ورکوي څو دغه پروژه تطبیق شي.

یو کس چې نه یې غوښتل خپل نوم روښانه کړي وویل چې د دغو پروژو د عملي کولو لپاره تر ټولو لیواله مؤسسه د Future Generation Afghanistan  په نوم مؤسسه ده چې ډیر زر پروپوزل ورکوي او زر قبلیږي او د افغانستان په ډیری ولایتونو کې یې دغه پروژي یا تطبیق کړي او یا د تطبیق په حال کې دي، دغه پروژي خلکو ته د پوهاوي تر عنوان لاندې وړاندې کوي چې موخه یې د خلکو په اذهانو کې د مساجدو، مدرسو او دیني عالمانو نوم بدول او د خلکو ورسره حساسیت او کرکه او نفرت پیدا کول دي.

د دغې مؤسسې دفتر د دارالامان پر لویه لاره د حمام شش اطاقه په سیمه کې موقعیت لري، چې یو فرعي دفتر یې په جلال اباد ښار کې هم پروت دی او د جلال اباد په ښار  کې د ولسۍ تړون د پروګرام تطبیق هم په مخ بیایی او په ضمن کې د مساجدو، دیني عالمانو، او دیني مدارسو په اړه هم زهر شیندی او خلک د انحراف خواته تشویقوي.

دغه مؤسسه خلکو ته د لکونو ډالرو د ورکړې وعدې  هم ورکوي.

ویل کیږي چې د دغې  مؤسسې عمومي مشر اجمل شیرزی نوم لري او د وردګو د درانیو اصلي اوسیدونکی دی چې فعلا د کابل په طلایی پلازه کې میشت دی، او په جلال اباد کې د دغې مؤسسې مشري فضل معبود دانش کوي چې د کنړ اوسیدونکی او د دعوت او جهاد له پوهنتون نه فارغ او ځان د جمعیت اصلاح غړي هم خلکو څرګندوي، یو بل مشر یې نقیب الله احمدزی دی چې د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی دی، او فعلا د جلال اباد د ترافیکو مدیریت ته په مخامخ پلازه کی ژوند کوي.

ډاکټر آصف

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button