امریکایي سفیر: له افغانستان څخه د وتلو نیټه نه اعلانوو او تر بریا پورې به دلته اوسو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۶ فرید افغان)
په کابل کې د امریکا سرپرست سفیر هوګو لارنس له طلوع نیوز سره په خپله مرکه کې یوځل بیا په جګړه ټینګار کړی او په وینا یې چې تر هغو چې مخالفین یې نه وي مات کړي له دې هیواد څخه نه وځي.
نوموړي وویل چې له ۱۶ کلنې جګړې وروسته هم د بریا امید لري او زیاتوي چې له همدې کبله د خپل نظامي شتون دختمولو اراده هم نلري.
که څه هم سیاسي څیړونکي دخلکو استازي او افغان ولس وايي چې امریکایان خپله د جګړې اور ته تیلی وهي ځکه د دوی د وجود له کبله جګړه لا پسې خونړۍ کیږي .
هوګولارنس زیاتوي؛ تر هغو یې چې یقینۍ برۍ نه وي ترلاسه کړی له دې هیواد څخه به ونه وځي.
نوموړي وویل چې امریکا ځکه له افغانستانه د وتلو ټاکلې نېټه نه اعلانوي چې بیا طالبان په دې پوهېږي چې موږ له دې ځایه ځو، نو دوی به له تروریزم او د هغه له ملاتړه لاس وانخلي.
سرپرست سفیر یوځل بیا ګواښ وکړ چې هڅه کوي د جګړې له لارې طالبان سولې منلو ته اړ کړي.
بلخوا په ولسي جرګه کې د خلکو استازي وایي چې د امریکایانو شتون د جګړې د لاپیچلي کیدو او تداوم په معنا ده او که د دوی نظامي شتون ختم شي سمدلاسه به طالبان وسله پر ځمکه ګدي.
د دوی پر وینا د طالبانو لوی شرط هم د امریکایانو شتون دی او دې ډلې ګواښ کړی چې تر هغو به خپلو جګړو او بریدونو ته ادامه ورکوي ترڅو چې دلته نړیوال قوتونه خپل نظامي حضور ولري.
طالبانو په ځلونو له افغان عسکرو هم غوښتي چې د امریکایانو ملاتړ دې پریږدي کنه د هغوی په څیر به ورسره معامله وکړي.
د ټرمپ د خونړۍ ستراتيژۍ له اعلان سره سم په یوه میاشت کې څه کم زر بمونه پر افغان ولس و اورول شول،چې له کبله یې په زرګونو او سلګونو بې ګناه هیوادوال ښځې او ماشومان یې په شهادت ورسول شول.
طالبانو تیره ورځ یوځل بیا و ویل چې حکومت باید د امریکایانو په غوړو وعدو ونه غولیږي ځکه په وینا یې چې هغوی ترې د پیپسي د بوتلونو په حیث کار اخلي.
طالب ویاند په پیغوریزه لهجه ویلي ‹‹کله چې افغان عسکر وژل کیږي، بیا يې همدا خپل مشران اوبهرني باداران حتی د دوی په ناموسونو هم صرفه نه کوي››.
امریکایي سرپرست سفیر داسې مهال د جګړې په لاپراخیدو ټینګار کوي چې تیره ورځ سلګونو افغان عسکرو ته د طالبانو په بیلابیلو بریدونو کې مرګ ژوبله واوښته.



