پکتيا: د بريدګرو سره د مرستې په تور ۵ پوليس نيول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۶): په سوېل ختيځ زون کې د پوليسو د ۳۰۳سپين غز زون قوماندان پاسوال اسدالله شېرزاد رسنيو ته ويلي، چې د پکتيا مرکز ګرديز کې د امنيې قومانداۍ له بريدګرو سره د مرستې په تور پنځه پوليس نيول شوي او تر څېړنو لاندې دي.

د هغه په خبره، چې (بريدګرو ته د قوماندانۍ په لومړي قراول کې اجازه ورکول شوې ده، په دې اړه ډېر اشتباهات شته او څېړنې روانې دي).

نوموړی زياتوي، چې په دغه بريد کې يوولس بريدګرو برخه اخيستې او د پوځي جامو څخه په استفاده د څلورو موټرو په وسيله سیمې ته داخل شوي، چې له جملې يې دوه رينجر، يو هاموي پوځي موټر او يو مازده موټر و.

چارواکي وايي، ګرديز کې پر امنيې قوماندانۍ دغه ډله ييز بريد کې د ولايت د امنيه قوماندان عبدياني د وژل کېدو سربيره شاوخوا ٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډيری يې پوليس دي.

طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او وياند يې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د پکتیا په برید کې اته تنه سرتیرو برخه اخیستې وه، جګړې پنځه ساعته دوام وکړ، چې له امله یې ۴۳۹ پولیس او عسکرو ته مرګ ژوبله ورسېده.

د کورنيو چارو وزارت د څلوېښتو کسانو د وژل کېدو او ۱۶۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دغه بريد کې ټول ټال ۲۷۷ تنه پولیس او عسکر وژل شوي او ۱۶۲ نور ټپيان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button