جرمني د ۳ میاشتو لپاره به افغانستان کې خپل ماموریت تمدید کړ:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۷ فرید افغان)
وروسته تر هغه چې ځینې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د جرمني هیواد افغانستان د امریکا په غوښتنه سلګونه اضافي عسکر رالیږي، د دې هیواد په پارلمان کې یې مخالفتونه راوپارول او استازو یادې پریکړې ته غبرګون وښوده.
تیره ورځ د دې هیواد صدراعظمې انګیلامیرکل ویلي چې افغانستان، مالي او یو شمیر نورو هیوادونو ته به د خپل هیواد نظامي ماموریت تمدید کړي .
نوموړې ویلي؛ چې د تمدید موده ۳ میاشتې ده او وروسته به بیا نوې پریکړه کوي.
د دریو میاشتو لپاره ددغو ماموریتونو غځول مېرمن مرکل ته پوره وخت ورکوي چې د نوي حکومت له جوړیدو وروسته ددغې موضوع په اړه مناسبه پریکړه وکړي.
د جرمني د کابینې دغه پریکړه د هغه هیواد د پارلمان تائید ته اړتیا لري، خو داسې بریښي چې پارلمان کې به ورسره مخالف وښیي.
جرمني اوسمهال په عراق کې کردي وسلوالې ملیشې هم روزي او تر څنګ یې د داعش پرضد دایتلاف غړی هم ده.
دا هیواد اوسمهال په افغانستان کې ۹۸۰ عسکر لري چې د ناټو تر چوکاټ لاندې دنده ترسره کوي.



