پاکستاني طالبانو د عمر منصور له وژل کیدو وروسته نوی مشر تاکلی:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۷ فرید افغان)
د تحریک طالبان پاکستان په نامه وسلوالې ډلې د خپل پخواني مشر ‹‹عمر منصور›› وژنه منلې او پرځای یې نوی مشر ټاکلی دی .
د دې ډلې ویاند محمدالخراساني ویلي چې نوی مشر یې «عثمان منصور حفیظ الله» ټاکلی او تر دې وروسته به د هغه په قومانده په پاکستان خپل جهادی فعالیتونه مخته وړي.
تیرکال رسنیو راپورونه خپاره کړل چې د پاکستاني طالبانو مشر عمرمنصور په ننګرهار ولایت کې د امریکایي بې پیلوته الوتکو په برید کې وژل شوی.
چې هغه مهال د امریکایي قواو قوماندان جنرال نیکولسن پاکستاني صدراعظم نوازشریف ته په یوه تلیفوني تماس کې د نوموړي د مرګ خبر ورکړی و، خو پاکستاني طالبانو یې پخلی نه و کړی.
د یادونې وړ ده چې عمرمنصور پاکستاني پوځ ته ډیر مهم و او د هغه د نیولو هڅه یې کوله.
بر نوموړی تور و چې په ۲۰۱۶ کې یې د باچا خان پر پوهنتون او په کال ۲۰۱۴ کې یې د پېښور پر پوځي مکتب د بریدونو پلانونه جوړ کړي وه، چې له کبله یې سلګونه کسان ووژل شول.
باید وویل شي چې به دې وروستیو کې دې ډلې یوځل بیا په پاکستان کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی چې وروستۍ هغه یې په کوټه کې دتیرې ورځې برید و چې له امله یې شاوخوا ۳۰ تنو پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
پاکستاني طالبانو ګواښ کړی چې پدې هیواد کې به خپل بریدونه لاپراخوي.



