هرات: سلګونو کسانو دنجونو په ښونځیو کې د اخلاقي فساد پرضد لاریون وکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۷ فرید افغان)
د هرات ولایت سلګونو تنو لاریونوالو په یوه ښوونځي د ښوونکو د اخلاقي فساد پرضد مظاهره وکړه او له حکومت نه یې د نوموړي ښوونځي د استادانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
په دغه ښوونځي کې چې زرګونه نجونې زدهکړې کوي، د زدهکوونکو د کورنۍ غړيو یې د لاریون پرمهال تور پورې کړ، چې د ښوونځي د مدیر په ګډون ځینې استادان په اخلاقي فساد کې ښکېل دي او د دوی ناموسونه بدلمني ته هڅوي.
معترضین وایي چې پدې ښوونځي کې د مخدره توکو د پلور سربیره مبتذل فلمونه شاګردانو ته ښوودل کیږي او په وینا یې چې د نمرو ورکولو په بدل کې له نجونو څخه د جنسي اړیکو غوښتنه کیږي.
د معترضینو په وینا چې د هرات په ټولو ښوونځیو کې د اخلاقي فساد مسؤلیت ۸۰ سلنه د دې ولایت د پوهنې د رئیس په غاړه دی چې په ګڼو اخلاقي جرایمو کې لاس لري.
خو د هرات د پوهنې رییس عبدالرازق احمدي، چې د معترضینو په منځ کې یې خبرې کولې وویل، د زدهکوونکو پلرونه او میندې دې ډاډه وي، چې له مفسدانو سره به جدي چلند کېږي.
د هرات ولایت د سید محمد قناد په نامه په یاده لېسه کې چې حاجي عباس سیمه کې پرته ده، نږدې ۳ زره نجونې او هلکان زدهکړې کوي.
د لاریونوالو په وینا چې د هرات په زیاترو دنجونو ښوونځیو کې اخلاقي فساد اوج ته رسیدلی خو خلکو یې پرې خوله پټه کړې ده.
دا لمړی ځل دی چې په ښوونځیو کې د شته اخلاقي فساد له امله خلک لاریون کولو ته مجبوریږي.
باید وویل شي چې هرات یواځینی ولایت ندی چې د نجونو له ښوونځیو څخه د نامشروع کارونو راپورونه ترې راځي بلکه د هیواد ډیری د نجونو لیسې له ورته ناورین سره مخ دي چې په اړه یې د پوهنې وزارت تر اوسه کوم اقدام ندی ترسره کړی.



