امريکا: وسله وال بريد کې ۳ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۷): د امریکا په شمال ختيځ ماريلنډ ايالت کې وسله وال بريد شوی، چې په ترڅ کې درې کسان وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د ماريلنډ پوليسو رسنيو ته ويلي، چې په يوې هټۍ وسله وال بريد کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د پوليسو په وينا، له بريد وروسته وسله وال بريدګر د پېښې له ځای څخه تښتېدلی خو امنيتي ځواکونو يې پلټنې پيل کړي دي.
د بريد په ځای کې ټول دکانونه او ښوونځي تړل شوي، سيمه د پوليسو له لوري کلابنده شوې ده.
تر اوسه پورې د بريد هدف نه دی په ډاګه شوی او امنيتي مسئولينو هم له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.



