کندهار: د اردو په قرارګاه موټربم برید ۶۰ تنه افغان ځواکونه وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې بیګاه د شپې ناوخته مهال د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ اړوند د چشمو په سیمه کې د ملي اردو د‹‹زرغون کنډک ›› په نامه لویه قرارګاه باندې وسله والو طالبانو د هاموي ټانګ په توسط حمله کړې چې لمړني راپورونه ښیي په یاده حمله کې لسګونه افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سیمیز چارواکي وایي چې په یاد برید کې تر ۴۰ تنو ډیر افغان عسکر وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره وسله والو غوښتل د ملي اردو دغه قرارګاه تصرف کړي خو د کومکي ځواکونو په رسېدو دغه قرارګاه له سقوطه ژغورل شوې ده.
د پېښې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې په یاد مرکز یې لمړی د شوبلې په مټ چاودنه کړې چې د موانعو له لرې کولو وروسته یې یوشمیر بریدګر چې په سپکو او درنو وسلو سنبال و، کنډک ته ننوتل .
طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې دبریدونوپه پایله کې یې یاد کنډک په بشپړه توګه نیولی اوپکې ۶۰ تنه میشت افغان عسکر یې وژلي.
طالبانو ویلي چې حکومتي لوري ته یې د سر دروند ځاني او مالي زیان ور اړولو سربیره یې یوه شوبله ،یو ایس پي جي ۹ توپ ، یوه دهشکه اوګڼ شمېرسپکي اودرنې وسلې اومهمات لاسته ورغلي دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري پیښه تائید کړې خو له جزیاتو ورکولو ډډه کوي.
طالبان یوه ورځ وروسته ترهغه دا برید ترسره کوي چې په پکتیا غزني او میدان وردګو کې یې همهاله په یوه ورځ سلګونو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله.



