فراه: سرتېري بریدګر د اردو عسکرو ته درنه مرګژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۷): د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، تېره شپه د شېبکوه ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د اردو پر عسکرو سرتېری برید شوی او گڼو عسکرو ته یې مرګژوبله اړلې ده.
د مهري په خبره، تراوسه د وژل شویو او ټپیانو په اړه کره شمېره په لاس کې نه لري.
شېبکوه ولسوالۍ درې ورځې وړاندې وسلهوالو طالبانو په خپله ولکه کې راوسته؛ خو یوه ورځ وروسته د فراه امنیتي چارواکو وویل، چې ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولې ده.
په روانه اوونۍ کې طالبانو د کندهار د معروف او د غزني د اندړو ولسوالۍ له دولتي عسکرو نیولي وې.
د بېګاني سرتېري برید په اړه تراوسه طالب ویاندیانو څه نه دي ویلي.
یاده دې وي، د فراه څلور ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.



