امریکا: وسلوال برید کې ۲ تنه وژل شوي او یو ټپي دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶تله ۲۸ فرید افغان)

راپورونه وایي چې د امریکا د کولرادو آیالت کې هغه مهال یوه برید ګر په محصلینو برید وکړ کله چې هغوی خپل درس ته پر لاره و.
د کولرادو آیالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې بریدګر د دې آیالت د پوهنتون اړوند محصلین په نښه کړي دي .
پولیسو ویلي چې په برید کې ۲ تنه محصلین وژل شوي او یو بل سخت ټپي دی.
پولیس زیاتوي چې له پیښې وروسته بریدګر هم د پولیسو لخوا وژل شوی دی.
د برید د انګیزې په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي خو ویل کیږي چې یاد بریدګر د نوموړو محصلینو سره تګ راتګ درلود او د خپل منځي مخالفت له امله یې دا چاره تر سره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې د امریکا په مختلفو آیالتونو کې نښتې ډیرې شوې دي چې د شنونکو په وینا ښایي لوی لامل یې په مختلفو هیوادونو کې د امریکایانو پوځي ښکیلتیا د جنګیالیو پام دې هیواد ته اړولی وي.
چې له کبله یې روزانه وسلوال بریدونه او په موټر وهلو پیښې رامنځته کیږي، چې لسګونه تنو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button