کرزی: په افغانستان کې د امریکایانو نظامي حضور جګړه تونده کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ تله ۲۸ فرید افغان)

پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي تیره ورځ په روسیه کې د والدای په نامه خبري کنرانس ته وویل چې د امریکایانو نظامي حضور په افغانستان د نا امنیو او بې ثباتي اصلي جرړه ده او په وینا یې چې د دوی جګړییزې ستراتیژي لا پسې غځولې او پیچلې کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا باید په زغرده اقرار وکړي چې روانه جګړه یې بایللې، او په وینا یې چې که پر خپلې شرموونکې ماتې اعتراف نکوي، نو باید ځواب ورکړي چې له څو کلن حضور سره یې څنګه داعش ډله منځته راغله او چا را واسته.
د کرزي په خبره؛ امریکا په افغانستان کې خپلې ستراتیژیکې موخې لري او هیڅکله د افغانستان د تأمین او ثبات په فکر کې نده.
حامد کرزي هغه ادعا وې چې ګواکې روسیه هرکال د تیلو له لارې له طالبانو سره په میلونونو دالر مرسته کوي بې اساسه او کاذب افواهات وبلل او په وینا یې چې روسیه د سولې او ملي تفاهم په هڅو کې ده او په۱۶ کالونو کې له هیڅ وسلوالې ډلې ملاتړ یا له هغوی سره مرسته نده ترسره کړې.
کرزي په امریکایانو غږ وکړ چې روانه لوبه دې پای ته ورسوي او هیڅ قدرت نشي کولی چې له نظامي لارې پایداره ثبات رامنځته او مخالفین خبرو ته کینوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button